ملګري ملتونه: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي

ملګري ملتونه: پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي


  • 7 مياشتي دمخه (16/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 351

په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري له پاکستان غوښتي، چې کارت لروونکي افغان کډوال دې نه وباسي.   

د یادې ادارې ویاند قیصر اپریدي ویلي، چې د پاکستان دغې پرېکړې سخت اندېښمن کړي. 

هغه زیاته کړې، چې دوی له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو ستونزې شریکې کړې. 

افغان کډوالو ته د پاکستان ټاکل شوی ضرب‌الاجل تېره ورځ پای‌ته ورسېد.

د پاکستان حکومت د پرېکړه له مخې، به ټول هغه افغان کډوال و اېستل شي، چې په دغه هېواد کې د اوسېدو کارت لري.

یاد هېواد تازه د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه هم وتړله.