د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان وایي، دوی د سیمې امنیت او سولې ته ژمن دي؛ خو پر اسراییل برید یې دفاعي حق و.
عبداللهیان د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په خبرو کې د اسراييل د برید په غبرګون کې د خپلو بریدونو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
امیر عبداللهیان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې پر بنسټ یې په دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د برید په ځواب کې دغه اقدام کړی دی.
هغه زیاته کړې، چې د سیمې د امنیت، سولې او د ترینګلتیاو د راکمولو د ارزښت او د ایران د ملي ګټو د روښانه کولو په تړاو یې د یو شمېر هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم خبرې کړې دي.
بل خوا سراییلو ګواښ کړی، چې ډېر ژر به د ایران د بریدونو ځواب ورکړي.