د بریا او نور ټلوېزیونونو نشرات وځنډول شول

د بریا او نور ټلوېزیونونو نشرات وځنډول شول


  • 7 مياشتي دمخه (17/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 294

رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، هېواد کې د نور او بریا ټلوېزیونونو فعالیتونه ځنډول شوي دي. 

یاد کمېسیون د دغو ټلوېزیونونو د فعالیتونو د ځنډولو لامل د دغه کمېسیون سپارښتنو او د خبریالۍ اصولو ته نه‌ پاملرنه بللې ده.

د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسون د معلوماتو له‌مخې، دغو دوو ادارو ته خبرداری ور کړل شوی و؛ خو اصول یې مراعت نه کړل، ځکه یې خپرونې بندې شوې.

د دغو ټلوېزیونونو چارواکو تر اوسه د دې پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي. 

بل لورته، د افغانستان د خبریالانو مرکز د نور او بریا ټلوېزیونونو د فعالیت ځنډېدل د ټولیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې بللي دي.

دغه مرکز په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دا ګام د رسنیو پر وړاندې محدودیت دی او باید باید ژر لغوه شي.