پاکستان کې ټرافیکي پېښې تر ۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

پاکستان کې ټرافیکي پېښې تر ۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې


  • 6 مياشتي دمخه (17/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 277

د پاکستان په سند ایالت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۷ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۵ نور ټپیان دي.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، پېښه د درېیو مسافر وړونکو بسونو، د تېلو یو ټانکر او یوې وړې لارۍ ترمنځ د ټکر له امله رامنځ ته شوې.  

د مالوماتو پر بنسټ، د پېښې ټپیان سیمه روغتون ته لېږدول شوي، چې د اوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت په کې نازک دی. 

د پاکستان په سند کې تر دې وړاندې هم د خونړیو ټرافیکو پېښو راپوروونه ورکول شوي وو.