امر بالمعروف وزیر: د ښځو حقونه تامین شوي، د نړیوالو اندېښنې بې ځایه دي

امر بالمعروف وزیر: د ښځو حقونه تامین شوي، د نړیوالو اندېښنې بې ځایه دي


  • 8 مياشتي دمخه (18/04/2024)
  • امر بالمعروف وزیر: د ښځو حقونه تامین شوي، د نړیوالو اندېښنې بې ځایه دي
  • 294

د امر بالمعروف سرپرست وزیر د ښځو د حقونو په اړه د نړیوالو اندېښنې بې ځایه بللي دي.  

خالد حنفي تېره ورځ له بهر مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې ویلي، چې اوسمهال د ښځو ټول حقونه تامین شوي او هیچاته اجازه نه ورکوي، چې تر پښو لاندې یې کړي. 

نوموړي زیاته کړې، چې امر بالمعروف وزارت په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا پنځه زره ښځو ته د میراث حق اخیستی او سپارلی.   

د حنفي په خبره، یاد وزارت دغې موده کې په بدو کې د ښځو د ورکولو بشپړ مخنیوی کړی دی.     

ورته مهال، بهر مېشتو افغانانو ویلي، چې هېواد ته په راتګ سره یې د افغان ښځو د حقونو په تړاو اندېښنې له منځه تللې دي.

دوی زیاته کړې، چې نړۍ کې د افغان ښځو د حقونو په تړاو خپرېدونکې ډنډورې بې اساسه دي.

د امر بالمعروف سرپرست وزیر یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې افغانستان کې ښځې او نجونې د زده کړو او کار له حقونو بې برخې شوې دي.