هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۷۰ کسان وژل شوي

هېواد کې د وروستیو ورښتونو له امله ۷۰ کسان وژل شوي


  • 9 مياشتي دمخه (18/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 250

د تېرو څلورو ورځو ورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې ۷۰ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي. 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد عبدالله جان سایق ویلي، دغو سېلابونو د درېیو مسجدونو او ۴ ښوونځيو ترڅنګ ۲۶۲۷ کورنه هم په بشپړ ډول ویجاړ کړي دي. 

سايق زياته کړې، چې سېلابونو ۲۰۱۷ څاروي تلف کړي او شاوخوا ۹۵۸۶۱ جريبه کرنيزه ځمکه يې هم ویجاړه کړې ده.

د دغه وزارت چارواکو هېواد کې وروستیو سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره له نړیوالو بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د یو شمېر بنسټونو او مرستندويه موسسو استازو ډاډ ورکړى، چې له زيانمنو شویو کورنیو سره به د نغدو پيسو، روغتيا، خوراکي توکو، د څښاک د اوبو او سرپناه په برخو کې مرستې وکړي.