له چینايي لوري سره؛ د کابل او بیجنګ ترمنځ پر اړیکو او اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې

له چینايي لوري سره؛ د کابل او بیجنګ ترمنځ پر اړیکو او اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې


  • 9 مياشتي دمخه (18/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 270

د سرپرست حکومت د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې میکانیزمونو په موخه د چین له چارواکو سره په بیجینګ کې د درییمه ناسته ترسره کړه.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی وایي، په دغه ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې د طبيعي پېښو او اجباري راستنه شوو کډوالو د ځای پر ځای کولو او د روغتيا برخو تر څنګ، د سوداګریزو اړیکو او له کابل سره د بیجنګ د مرستو په اړه خبرې شوې دي.

د بلخي په خبره، چینايي لوري ویلي چې له افغان کډوالو سره د یو میلیون « ینو» مرستې کې به د افغان حکومت غوښتنې په پام کې ونیسي.

دغه راز د یاد هېواد د سره صلیب ټولنې بیا ژمنه کړې چې د زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې لپاره به زمینه برابره کړي.

په ناسته کې دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي ،چين ته دافغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداگري په برخه کې د چين د پانگونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د سرچینې په خبره، چین افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوگر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختگونو او د واخان کوريډور د اهميت، احتمالي گټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي.

باید یاده شي، چې واک ته د سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته، چین په افغانستان کې پانګونه زیاته کړې او له افغانستان سره یې اړیکې هم تر پخوا پراخې شوې دي.