د پاکستان د کراچۍ ښار په مانسهره لینډي سیمه کې د جاپاني وګړو پر موټر برید شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په برید کې یو پاکستانی موټر چلوونکی او یو امنیتي ساتونکی ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، برید دوو موټر سایکل سپرو وسله والو کړی، چې یوه یې ځانته چاودنه ورکړې او بل یې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.
راپورونو کې راغلي، په موټر کې پنځه جاپانیان سپاره وو، چې ټول یې خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.
د سرچینې په خبره، دوی د کراچۍ په قاسم بندر کې کار کاوه.
سیمه د پولیسو له لوري کلا بنده شوې او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
دا برید یوه ورځ وروسته له هغې دی، چې تېره ورځ د دېره اسماعیل په دارابند سیمه کې د پاکستان استخباراتي مامورینو پر موټر وسله وال برید کې هم شپږ تنه ووژل شول.