کرکټ؛ د افغانستان د لومړۍ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې یوه‌نیمه لسیزه پوره شوه

کرکټ؛ د افغانستان د لومړۍ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې یوه‌نیمه لسیزه پوره شوه


  • 9 مياشتي دمخه (19/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 285

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغان کرکټ ملي لوبغاړو د لومړنۍ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ۱۵ کاله پوره شول.

افغان کرکټ ملي لوبډلې ۱۵ کاله وړاندې په همدې ورځ، (د ۲۰۰۹کال د اپرېل په ۱۹مه نېټه) خپله لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه. 

افغان لوبډلې دغه لوبه د سکاټلنډ پر وړاندې ترسره کړه، چې په پايله کې يې یادې لوبډلې ته د ۸۹ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه. 

محمد نبي په ياده لوبه کې ۵۸ منډو جوړې کړې وې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته. 

د یادونې ده، چې افغان لوبډلې تر هغې وروسته په ۲۰۱۰ کال کې په لومړي ځل نړیوال شل اوریز جام ته لاره پیدا کړه او له شاوخوا پنځلس کاله مزل وروسته؛ اوس مهال د نړۍ په غوره لسو کرکټ ملي لوبډلو کې شمېرل کېږي.