ایران له افغانستان سره د نمیروز پر پوله ازغن سیم نصبوي

ایران له افغانستان سره د نمیروز پر پوله ازغن سیم نصبوي


  • 8 مياشتي دمخه (19/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 320

ایراني چارواکي وايي، دغه هېواد له افغانستان سره د نمیروز ولایت پر پوله ازغن دېوال جوړوي.     

د ایران یوه پوځي چارواکي عبدالرحمان ساسانیان تېره ورځ ویلي، ایراني انجینیرانو له افغانستان سره د سیستان او بلوجستان ولایت د پولې په اوږدو کې د ازغن سیم د نصبولو کار پیل کړی دی. 

تر دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو، چې له پاکستان سره د سیستان او بلوچستان ولایت د پولې په اوږدو کې د دېوال یا ازغن سیم پلان لري. 

ایران وروسته له هغې دا پرېکړه کړې، چې سرپرست افغان حکومت د ایران خاورې ته د داعش د څو تاجکستاني غړیو د اوښتو مخه ونیوله.  

د داعش په له اړه د اندېښنې ترڅنګ ایران غواړي، چې په دې توګه خپلې خاورې ته د غیر قانوني افغان کډوالود ورتګ  مخه ونیسي.