امريکا د پاکستان بالسټيک توغنديو پر عرضه‌ کوونکو شرکتونو بنديز ولګاوه

امريکا د پاکستان بالسټيک توغنديو پر عرضه‌ کوونکو شرکتونو بنديز ولګاوه


  • 8 مياشتي دمخه (20/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 342

امریکا په هغو څلورو شرکتونو بنديزونه ولګول، چې د پاکستان د بالسټیک راکټونو پروګرامونه یې اکمالول. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا بندیزونه د هغه اجرایوي حکم پر اساس لګول شوي، چې د ډله ییزو ویجاړونکو وسلو عرضه کوونکي تحریموي.  

هغه شرکتونه، چې بندیز پرې لګېدلی، یو یې په بېلاروس کې د مینسک په نوم د تراکتور ټایرونو د جوړولو شرکت دی او درې نور يې په چين کې د ګراينيټ، تیانجین نړیوالې سوداګرۍ او شيان لارنج په نوم د ټکنالوژۍ د پرمختګ شرکتونه دي. 

اعلامیه کې راغلي، د يادو شرکتونو پر مالکانو او هغوی، چې ۵۰ سلنه سهم په کې لري، هم بنديزونه لګېدلي دي.  

بل لورته د پاکستان حکومت او يادو شرکتونو لاهم د امريکا د دغه اقدام په اړه تبصره نه ده کړې.