ایران د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د مشهد په وکیل آباد زندان کې څلور افغان بندیان اعدام کړي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان حالوش خبر ورکړی، چې دغه بندیان په ۱۳۹۸ کال کې په نشهیي توکو د اړوندو تورونو په تړاو نیول شوي وو، چې بیا وروسته د محکمې لهخوا په اعدام محکوم شول.
دغه سازمان د اعدام شویو افغانانو نومونه زمان طاهري، سلام طاهري، غلام قادر ساماني او ابراهیم نورزی ښودلي دي.
ویل شوي، چې زمان طاهري او سلام طاهري سره وروڼه وو.
د دغو کسانو په تړاو لا ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.
د ایران رسمي چارواکو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
ایران تر دې وړاندې هم د نشهیي توکو او په نورو تورونو تورن افغانان اعدام کړي دي.