ترکیې ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه معدني ډبرې صادرې شوې

ترکیې ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه معدني ډبرې صادرې شوې


  • 8 مياشتي دمخه (20/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 347

د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، د روزنګ اوسپنې پټلۍ له لوري ترکیې ته ۱۱۰۰ مټریک ټنه معدني ډبرې صادرې شوې دي.

د هرات د اوسپنې پټلۍ رئیس مفتي محمد نسیم محمدي ویلي، د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې به په لومړیو کې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په ورځني ډول یو قطار وي او د سوداګریزو توکو حجم ته په کتو به یې کچه لوړه شي.

په دغو صادراتو کې د تالک معدني ډبرې شاملې وې، چې د ترکیې مرسینګ ښار ته صادرې شوې.

د یادونې ده، چې د سرپرست حکومت په واکمنۍ کې دا لومړی ځل دی، چې د روزنک اوسپنې پټلۍ له لارې صادارت ترسره کېږي.