وروستیو ورښتونو په ۱۰ ولایتونو کې ۲۹ کسان وژلي

وروستیو ورښتونو په ۱۰ ولایتونو کې ۲۹ کسان وژلي


  • 8 مياشتي دمخه (20/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 226

 

 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي، د وري میاشتې له ۲۹مې نېټې را پدېخوا د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۹ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د سایق په خبره، دا کسان په پکتیا، غزني، جوزجان، غور، فراه، نیمروز، سمنګان، پروان، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې مړه او ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي، د ځاني تلفاتو سربېره، ۷۲ کورونو هم نړېدلي او ۲۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده. 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په راتلونکو ورځو کې هم د بارانونو د ورښت اټکل کړی دی.

یاد وزارت له ټولو هغو کسانو چې کورونه يې د سیندونو او سېلابونو په مسیر کې دي، بل ځای ته د لېږد غوښتنه کړې.