ملګرو ملتونو د هرات له زلزله‌ځپلو سره پر مرستو ټینګار کړی

ملګرو ملتونو د هرات له زلزله‌ځپلو سره پر مرستو ټینګار کړی


  • 8 مياشتي دمخه (23/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 403

ملګرو ملتونو د هرات له زلزله ځپلیو مېرمنو او ماشومانو سره پر مرستو تینګار کړی دی. 

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په هرات کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د اوومې په زلزله کې د مړو شویو ۵۸ سلنه ښځې وې چې له ډلې یې ۶۰ سلنه ټپیانې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په ځپل‌شویو سیمو کې له ۵۰۰ ښځینه وو سره نغدي مرسته شوې؛ خو د ورکړل شویو مرستو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د دغه راپور په دوام کې دا هم ویل شوي، چې له ۶۰۰ ښځو سره د غیر خوراکي توکو لکه د کمپلو، جامو، چپلکو او خېمو مرسته شوې او ۳۷۰ نورو مېرمنو رواني او ټولنیزې مرستې ترلاسه کړې دي.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه په هرات کې د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې زورورې زلزلې تر ټولو زیاتې ښځې او ماشومان اغېزمن کړل.