د اسرائیلو د پوځي استخباراتو مشر له خپلې دندې استعفا اعلان کړې

د اسرائیلو د پوځي استخباراتو مشر له خپلې دندې استعفا اعلان کړې


  • 8 مياشتي دمخه (23/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 198

د اسرائیلو د پوځ د پوځي استخباراتو مشر اهارون هلیوا له دې کبله استعفا کړې چې د تېر کال د حماس د برید په مخنیوي کې پاتې راغلی. 

د اسراییلي پوځ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې هغه به د خپل ځای ناستي له ټاکلو وروسته له دندې لاس په سر شي.

د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز جنرال هرزي هالوي او د امنیتي خدماتو مشر رونن بار دواړو د اسرائیلیانو ساتنه کې د پاتې راتلو مسؤلیت منلی، خو پرېکړه یې کړې چې د غزې جګړې ته به دوام ورکوي.

د یادونې ده چې تېر کال د حماس په  برید کې ۱۲۰۰ اسراییل یان ووژل شول او لږ تر لږه ۲۵۰ کسان د حماس لخوا ونیول شول.