چین: د واخان له لارې له افغان حکومت سره همکاري ته دوام ورکوو

چین: د واخان له لارې له افغان حکومت سره همکاري ته دوام ورکوو


  • 7 مياشتي دمخه (23/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 275

چین وايي، هڅه کوي چې د واخان له لارې له افغان حکومت سره نږدې همکاري ته دوام ورکړي.

کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې د واخان لارې په اړه، د دوه اړخیزې همکارۍ پر څرنګوالي او امکاناتو غور کوي.

د شینګ په خبره، هڅه کوي چې نور چینايي پانګوال هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې امیرخان متقي ویلي، وروستي پرمختګونه دا ایجابوي چې د چین او افغانستان ترمنځ همکاریو ته دوام ورکړي، ترڅو دواړه لوري وتوانیږي خپلې ګډې ګټې خوندي کړي.

د یادونې ده چې د واخان لارې چارې اوس مهال اتیا سلنه بشپړې شوې او پاتې به یې هم ژر بشپړې شي.

دغه لار افغانستان او چین د ځمکې له لارې له یو بل سره نښلوي.