پاکستان تېره ورځ یو وار بیا تر زرو ډېر افغانان له خپل هېواد څخه په جبري ډول را اېستلي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرخپله ایکس پاڼه لیکلي چې د غوايي په لسمه پاکستان ۱۰۰۱ تنه افغانان، چې په دغه هېواد کې اوسېدل، په جبري ډول را ایستلي دي.
په دغو کډوالو کې ۱۹۱ کورنۍ شاملې دي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، یاد کډوال هېواد ته تر راستنېدو وروسته، د مرستو په موخه یو شمېر موسسو ته ورپېژندل شوي او دغه راز ورسره د اسلامي امارت له لوري هم ورسره مرستې شوې دي.
سره له دې، چې له تېر کال راهیسې پاکستان تر نیم زیات افغان کډوال په جبري ډول له خپلې خاورې ایستلي؛ خو په تازه اعلان کې یې ویلي چې یو وار بیا به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړي.