د بهرنیو چارو وزیر: له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا غواړو

د بهرنیو چارو وزیر: له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا غواړو


  • 8 مياشتي دمخه (24/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 281

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي. 

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي، اقتصادي، سوداګریزو اړیکو او په افغانستان کې د قزاقستان د پانګونې په اړه خبرې شوې دي.

متقي په دې کتنه کې ویلي، افغانستان لېواله دی چې له قزاقستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي. 

هغه هیله څرګنده کړې، چې قزاقستان په افغانستان کې د کانونو، رېل پټلۍ او برېښنايي حکومتولۍ په برخو کې پانګونه وکړي.  

نوموړي د افغانستان او استانې ترمنځ د مستقیمو الوتنو پیل مهم بللی دی. 

ورته مهال سریک ژومانګارین په کابل کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د درې ورځني ګډ سوداګریز نندارتون له پرانېستو خبر ورکړی دی.