د خیبرپښتونخوا لکي مروت په اکړې خانزادخېلو کلي کې د واده په مراسمو کې د ډزو له کبله شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
پاکستاني پولیسو ویلي، چې پېښه د دوو کسانو ترمنځ د شخصي دښمنۍ له وجې شوې ده.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې له يوې خوا درې تنه او له بل لوري بیا يو تن وژل شوی دی.
د سرچینې په خبره، د پېښې ټپيان سیمهییز روغتون ته وړل شوي دي.
پولیس وایي، په وژل شویو کې دوه د واده مېلمانه هم شامل دي.
تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په ډېری سیمو کې د خلکو تر منځ په تربګنيو او شخصي دښمنیو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او لاهم دغه لړۍ روانه ده.