بایډن له اوکراین، تایوان او غزې سره د ۹۵ میلیارد ډالرو مرستې لایحه توشیح کړه

بایډن له اوکراین، تایوان او غزې سره د ۹۵ میلیارد ډالرو مرستې لایحه توشیح کړه


  • 5 مياشتي دمخه (25/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 181

د امریکا ولسمشر جوبایډن له اوکراین، اسرایئل، غزې او  تایوان سره د ۹۵ میلیارده ډالرو مرستې لایحه توشیح کړه.

نوموړي تېره ورځ ویلي، چې د مرستو دا بسته به امریکا او نړۍ په امن کړي.

د بایډن په خبره، دا مرستې ثابتوي، چې امریکا له خپلو شریکانو څخه حیاتي ملاتړ کوي، ترڅو وکړای شي حاکمیت ته د ګواښونو پر وړاندې له خپل ځان څخه دفاع وکړي.

په دې مرستو کې ۶۱ میلیارده ډالره یې د اوکراین او ۲۶ میلیارده یې د اسرائیلو لپاره ځانګړي شوي.

بل لورته بایډن ویلي چې په دې مرستو کې یو میلیارد ډالره د غزې خلکو لپاره ځانګړي شوي چې له سخت بشري وضعیت سره مخ دي.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي، چې اوس مهال په اوکراین او غزې کې سختې جګړې روانې دي.

د اوکراین ولسمشر ویلي چې که مرستې ورسره وشي؛ نو روسیې ته به سخته ماتې ورکړي.