د بښنې نړیوال سازمان عراق کې پر ترهګرۍ د تورنو ۱۱ کسانو اعدامېدل غندلي

د بښنې نړیوال سازمان عراق کې پر ترهګرۍ د تورنو ۱۱ کسانو اعدامېدل غندلي


  • 8 مياشتي دمخه (25/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 259

د بښنې نړیوال سازمان په عراق کې د هغو ۱۱ تنو اعدامېل غندلي، چې د ترهګري پېښو کې په لاس  لرلو محکوم شوي وو.

یاد سازمان ویلي چې پر اعدام شویو کسانو لږېدلي تورونه غټ او ناڅرګند وو.

په همدې حال کې د بشري حقونو ډلې ویلي چې په عراق کې محکمې له بېړې کار اخلي او په ځینو حالتو کې له تورنو کسانو څخه په زوره اعتراف اخېستل کېږي.

د یادونې ده چې د عراق امنیتي مسوولینو ویلي چې د ترهګرۍ په پېښو کې په لاس لرلو محکوم ۱۱ تنه یې اعدام کړي دي.

یاد کسان د صلاح الدین ولایت اوسېدونکي وو، چې تر اوسه یې د ۷ تنو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

ویل کېږي، چې دوی له داعش ډلې په لاس لرلو تورن وو.