تېرو درېیو ورځو کې ایران او پاکستان نږدې شپږ زره افغانان راشړلي

تېرو درېیو ورځو کې ایران او پاکستان نږدې شپږ زره افغانان راشړلي


  • 7 مياشتي دمخه (25/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 296

په تېرو درېیو ورځو کې له ایران او پاکستان څخه نږدې شپږ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه کړل شوي دي.    

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په ايران کې مېشت ۵ زره او ۳۶۰ افغان کډوال د غوایي پر ۴ او ۵ نېټو د هرات د اسلام کلا له لارې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه کړل شوي دي.  

یاد وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې له دغو کسانو سره د حکومت له لوري مرسته وشوه او د نورې مرستې په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول. 

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یو بل خبر له مخې، ۹۲ کورنۍ، چې ۴۸۱ تنه کېږي، تېره ورځ په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې شوې.  

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، یادې کورنۍ د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شوې.  

د یادونې ده چې په وروستیو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ لږ تر لږه زرګونه افغانان خپل هېواد ته راستنوي.