ډېکر: افغانان یوازې نه دي؛ بلکې زموږ همېشنی ملاتړ ورسره دی

ډېکر: افغانان یوازې نه دي؛ بلکې زموږ همېشنی ملاتړ ورسره دی


  • 7 مياشتي دمخه (26/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 284

 

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر ویلي چې افغانان یوازې نه دي او د دوی ملاتړ ورسره دي.

هغې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د بشري حقونو مدافعان د دوی لپاره اتلان دي.

نوموړې ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې په افغانستان کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو یادونه شوې او دوی هره ورځ له دغو محدودیتونو سره خپل مخالفت څرګندوي.

د ډېکر په خبره، افغانستان کې به د بدلون لپاره له عدالت غوښتنې لاس وانخلي.

نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستی راپور په کلکو ټکو وغنده.

تېره ورځ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم ویلي چې امریکا د غزې د مسلمانانو په اړه چوپ ده؛ خو د افغانستان خلکو ته بشري حقونه غواړي.