د ملي دفاع سرپرست: افغانستان کې د داعش په شمول هیڅ ډله فزیکي شتون نه لري

د ملي دفاع سرپرست: افغانستان کې د داعش په شمول هیڅ ډله فزیکي شتون نه لري


  • 4 مياشتي دمخه (26/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 224

د ملي دفاع سرپرست وزیر وايي، افغانستان کې د داعش په شمول هیڅ یوه ډله په فزیکي ډول شتون نه لري.

نوموړي له مالیزیايي پلاوي سره په کتنه کې ویلي، اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر په دې کتنه کې د مالیزیا او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا هیله څرګنده کړې.

مولوي محمد یعقوب مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره ورځ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم په افغانستان کې د داعش ډلې شتون رد کړی وو.
امیرخان متقي د افغان‌ـ قزاق نندارتون پرانېست غونډه کې ویلي چې داعش ډلې ته د افغانستان یو ګاونډی هېواد بشري قوه برابروي، له بل راتېریږي او بل ورته د تمویل مرکزونه پرانیستي دي.