حامد کرزی: د نجونو زدکړې د افغانستان لپاره حیاتي مسئله ده

حامد کرزی: د نجونو زدکړې د افغانستان لپاره حیاتي مسئله ده


  • 7 مياشتي دمخه (26/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 239

د هېواد پخواني جمهور رییس حامد کرزي یو وار بیا د نجونو زدکړې د افغانستان لپاره حیاتي مسئله بللې ده.

نوموړي تېره ورځ د افغانستان لپاره د ایران له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په لیدلي چې د افغانستان او سیمې پر اوسني وضعیت یې خبرې کړې دي.

د کرزي پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې نوموړي په دې لیدنه کې سوله او ثبات د سیمې په ګټه بللی دی.

هغه دغه راز په بېلابېلو برخو کې له ایران سره د افغانستان له همکاریو مننه کړې.

حامد کرزي تر دې وړاندې هم د نجونو زدکړې د یو پرمختللي افغانستان لپاره مهمې بللې دي.