د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی


  • 6 مياشتي دمخه (27/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 296

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې، تېز باران، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. 

یادې ادارې په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دغه ورښتونه به د سالنګونوپه ګډون بدخشان، تخار، کندز، بلخ، سمنګان، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ډایکندي، بامیان، سرپل، زابل، روزګان، کندهار، هلمند او غور ولایتونو کې وشي. 

خبر پاڼه کې راغلي، په دغو ولایتونو کې به د باران کچه د ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې وي.  

په هېواد کې د وروستیو ورځو وروښتونو او طبیعي پېښو ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.  

تېره اوونۍ پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو، چې د وروستیو سېلابونو په پایله کې ۷۰ کسان وژلي او ۵۶ نور ټپيان یې کړي دي.