ژومانګارین: قزاقستان په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی

ژومانګارین: قزاقستان په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی


  • 5 مياشتي دمخه (28/04/2024)
  • کامران احمدزی
  • 277

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیک ژومانګارین ویلي، چې قزاقستان په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دی.

ارګ خبر ورکړی، چې نوموړي د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د تېرې پنجشنبې ورځې په لیدنه کې ویلي، چې قزاقستان همدا اوس له افغانستان سره اوږدمهاله سوداګرۍ، ټرانزېټ او پانګونې ته چمتو دی. 

ژومانګارین زیاته کړې، چې هېواد یې غواړي افغان ځوانانو ته نور تحصیلي بورسونه ورکړي. 

هغه همدا راز د کابل او الماتي ترمنځ د مستقیمو الوتنو غوښتنه هم کړې ده. 

دغه قزاقستاني چارواکي په سیمه کې د سترو پروژو پر پیلولو هم ټینګار کړی او هغه یې د سیمې په ثبات کې اغېزناکه بللي دي.