مسکو کې له برید وروسته؛ روسیې د تاجکستاني وکړو پر ورتګ محدودیت لګولی

مسکو کې له برید وروسته؛ روسیې د تاجکستاني وکړو پر ورتګ محدودیت لګولی


  • 8 مياشتي دمخه (28/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 308

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌ الدین مهرالدین وایي، مسکو روسیې ته د تاجکستاني وګړو پر سفر محدودیت لګولی دی.

مهرالدین په تاجکستان کې د روسیې له سفیر ګریګورییف سره په کتنه کې ویلي، چې په وروستیو اوونیو کې روسیې دغه هېواد ته د تاجکستان د اتباعو د ننوتلو مخه نیولې ده. 

مهرالدین ویلي، چې د تاجکستان یو زیات شمېر اتباع هېواد ته له راستنېدو وروسته د بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې او خبر یي ورکړی، چې روسي پوله ساتو روسیې ته د دوی د ننوتو مخه نیولې ده.  

تېره میاشت په مسکو کې د کنسرت پر یوه تالار له برید وروسته روسیې تر لسو ډېر تاجک اتباع د دغه برید د تنظیم او تر سره کولو په تور ونیول او محاکمه کړل.

په وروستۍ قضیه کې د جمعې په ورځ د روسیې امنیتي ځواکونو یو تاجکستانی وګړی په دغه برید کې د لاس لرلو په تور ونیوه.