کاناډا له افغانستان سره خپلې ځنډولې مرستې بیا پیلوي

کاناډا له افغانستان سره خپلې ځنډولې مرستې بیا پیلوي


  • 8 مياشتي دمخه (28/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 321

کاناډا له افغانستان سره خپلې هغه پراختیایي مرستې بیا پیلوي، چې د مخکېني حکومت تر پرځېدو وروسته یې ځنډولې وې.  

ګلوبل نیوز راپور ورکړی، تېر ۲۰۲۳ کال د کاناډا په پارلمان کې له افغانستان سره د مرستو د بیا پیل غوښتنه شوې وه. 

 که څه هم اوتاوا د مرستو د بیا پیل کره وخت نه دی ښودلی؛ خو ګلوبل نیوز وایي، ښایي دغه کار وخت ونیسي.

د راپور له مخې، بشري سازمانونه وايي، چې دغه ځڼډ به هغو کسانو ته سخت وي، چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.   

کاناډا داسې مهال د مرستو د بیا پیل خبر ورکوي، ملګرو ملتونو په وار- وار په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو په هلکه خبرداری ورکړی دی.