د هرات – غور سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د هرات – غور سړک د جوړولو چارې پیل شوې


  • 8 مياشتي دمخه (29/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 289

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، هرات ته د سفر په ترڅ کې د هرات – غور سړک د جوړولو د چارو پرانېسته وکړه.

ملا عبدالغني برادر په همدې موخه جوړو شویو مراسمو ته ویلي، د ټرانسپورټ سکټور د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري او اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو یاد سکټور یو له لومړیتوبونو بولي. 

هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت په راتګ د لویو لارو د بیارغونې کارونه پیل شوي، چې دغه سړک یې یو له مهمو، ملي او لویو پروژو څخه دی. 

د هرات – غور سړک په درېیو پړاونو کې جوړېږي، چې تېر کال یې لومړۍ برخه د ۲۵ کیلومټره په اوږدوالي سره پیل شوې وه. 

دغه ۳۸۰ کیلو متره اوږد سړک د غور د یوه کان په بدل کې رغول کېږي.

یاد سړک د ځمکني ټرانسپورټ له لارې هرات، غور، بامیان، دایکندي او میدان وردګ ولایتونه له کابل سره نښلوي.