هرات کې پر يوه جومات وسله وال بريد کې شپږ تنه وژل شوي

هرات کې پر يوه جومات وسله وال بريد کې شپږ تنه وژل شوي


  • 7 مياشتي دمخه (30/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 317

په هرات کې وسله‌وال بریدګر په یوه جومات کې شپږ تنه په ډزو وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، پېښه تېره شپه نهه بجې د ګذرې ولسوالۍ شهرک سیمې په امام زمان جومات کې شوې ده.  

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو د سیمې خلک وایي، په وژل شویو کې دوه ښځې او يو درې کلن ماشوم هم شامل دي.     

د سرچینې په خبره، بريد هغه مهال شوی، چې لمونځ کوونکي له جومات څخه د وتلو په حال کې وو.

 د رسنیو د راپورونو له مخې، وسله وال بریدګر د موټر سایکل په وسیله له سیمې تښتېدلی.  

ويل کېږي، دغه بريد د شعيه ګانو پر جومات شوی دی.

که څه هم تر اوسه کومې ډلې د یاد بريد مسووليت نه دی منلی؛ خو په تېر کې پر شعيه ګانو د ورته بريدونو مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.