یوناما هرات کې پر لمونځ کوونکو د تېرې شپې برید وغانده

یوناما هرات کې پر لمونځ کوونکو د تېرې شپې برید وغانده


  • 8 مياشتي دمخه (30/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 316

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د هرات په یوه جومات کې پر شیعه ګانو برید، چې شپږ تنه پکې ووژل شول، غندلی دی.  

یوناما په یو اعلامیه کې د پېښې د عاملانو د پېژندنې لپاره د سمدستي تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.  

د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله اېکس پانه لیکلي، چې پیښه تېر ماخوستن د ګذرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې شوې.  

په دې برید کې، چې د امام زمان په نوم د شیعه ګانو په یوه جومات کې شوې، د یوه ماشوم او یوه ملا امام د وژلو خبر هم ورکړل شوی دی. 

د دې برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه ده منلی؛ خو داعش دې ته د ورته پخوانیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

ایران هم دا برید غندلی او کابل ته یې د داعش پر ضد په مبارزه کې د همکارۍ وړاندیز کړی دی.