اقتصادي مرستیال: هېواد کې د کرنې د مدرنیزه کولو هڅې کوو

اقتصادي مرستیال: هېواد کې د کرنې د مدرنیزه کولو هڅې کوو


  • 7 مياشتي دمخه (01/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 313

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وایي، په هېودا کې د کرنې د مدرنیزه کولو لپاره هڅې روانې دي، چې په دې سره به د هېواد اقتصادي ودې ته لا ډېره زمینه برابره شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کرنیزو محصولاتو دېرشم پسرلني نندارتون کې د خبرو پر مهال ویلي، چې اقتصادي معاونیت د کرنې له وزارت سره ګډ کار کړی، چې د کرنې د میکانیزه کولو په هدف د ټکنالوژۍ کارولو ته مخه کړي او افغانستان له کرنیزه اړخه پر ځان بسیا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال د دېرو ورښتونو له کبله د هېواد په ډېر شمېر ولایتونو کې سېلابونه را ووتل او لسګونه زره جریبه ځمکه یې ویجاړه کړه او په ځینو ولایتونو کې واوره وشوه، چې باغ لرونکو ته یې ډېر زیان واړوه.