په پنجشېر کې دوو کسانو ته د زنا په تور په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې.
د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې یاد کسان تېره ورځ د ځایي محکمې له لوري هر یو ۳۹ درې ووهل شول.
په خبر پاڼه کې د دغو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې په پکتیکا او جوزجان کې هم درې تنه په عام محضر کې په درو وهل شوي وو.
سترې محکمې په تېرو دوو کلونو کې سلګونه کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.