افغان ابدالیانو له سریلانکا څلورمه یو ورځنۍ لوبه وګټله

افغان ابدالیانو له سریلانکا څلورمه یو ورځنۍ لوبه وګټله


  • 8 مياشتي دمخه (05/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 231

د افغانستان کرکټ الف لوبډلې نن د روانې لوبلړۍ په څلورمه یو ورځینۍ لوبه کې سریلانکا ته د څلورو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.   

سریلانکا افغانستان ته د ۲۷۶ منډو هدف ټاکلی و؛ خو د ریاض حسن د سلیزې په مرسته افغان لوبغاړو وکړای شول، چې یاد هدف ته ځان ورسوي. 

د افغان لوبډلې لپاره ریاض حسن ۱۰۶، زبید اکبري ۶۸، ننګیال خروټي ۴۰ او شاهدالله کمال ۳۹ منډې جوړې کړې.

افغان ابدالیانو د روانې لوبلړۍ درې لوبې سریلانکا ته بایللې وې. 

د دواړو لوبډلو ترمنځ به وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د راتلونکې سه شنبې په ورځ په همبنټوټا کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.