سیمهییز چارواکي وایي، په بدخشان کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله پېنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه نن سهشنبه له غرمې مخکې د شهربزرګ ولسوالۍ په برلاس سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بدخشان امنيه قومندانۍ وياند ويلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو سراچه ډوله موټر له سړک واوښت او سیند ته وغورځېده.
د هغه په خبره، په وژل شویو کې درې ښځې، یو سړی او یو ماشوم هم شامل دي.
نوموړي ويلي، پېښې مړي او ټپيان د سيمهييزو چارواکو لهخوا له سیند څخه را اېستل شوي او د شهر بزرګ کلينيک ته وړل شوي دي.