درانی: هند په افغانستان کې د «ټي/ ټي/ پي» مالي تمویل کوي

درانی: هند په افغانستان کې د «ټي/ ټي/ پي» مالي تمویل کوي


  • 8 مياشتي دمخه (07/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 258

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ادعا کړې، چې هند په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مالي تمویل کوي. 

دراني په اسلام‌اباد کې د سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه سیمینار کې ویلي، چې نوې ډیلي د یادې ډلې د فعال ساتلو لپاره ۳۵ میلیارده هندي کلدارې لګولي دي.   

دغه پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې هند دا پیسې په افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو له لارې لګوي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو تر دې وړاندې یې هم هند په افغانستان کې د ټي ټي پي پر مالي ملاتړ تورن کړی و.

هغه ویلي وو، چې په افغانستان کې شاوخوا شپږ زره پاکستاني طالبان دېره دي.  

اصف درانی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، تازه د پاکستان پوځ تور پورې کړی، چې ټي ټي پي افغان خاوره د دوی خلاف کاروي. 

د یاد پوځ ویاند ویلي، داسې شواهد یې سرپرست حکومت ته سپارلي، چې پر اساس یې د افغانستان له خاورې پر دوی شوي بریدونه مستند شوي دي.

بل لورته سرپرست حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې افغانستان کې د هر ډول ترهګرو شتون رد کړی وو.