د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، قزاقستان په هرات کې د سوداګرۍ خونه پرانېسته.
دغه وزارت د یادې خونې پرانېسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په زیاتوالي کې مهم ګام بللی دی.
بل لورته په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې رئیس ارمان یوسینتایف هم ویلي، چې د سوداګرۍ دغه خونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې او ارزښت د زیاتوالي په موخه پرانېستل شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه افغانستان، قزاقستان او ترکمنستان په هرات کې د یوه لوژیستیکي مرکز پر جوړولو هوکړه کړې.