د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې بدخشان کې د کوکنارو د کښت پر سر رامنځته شوې ستونزه د ټاکل شوي پلاوي او د سیمې د قومي مشرانو او علماوو په مرسته حل شوې.
مجاهد زیاته کړې، د بدخشان اوسېدونکو ژمنه کړې، چې د کوکنارو د له منځه وړلو له بهیر څخه ملاتړ او د دې پروسې هېڅ ډول مزاحمت نه کوي.
نوموړي دغه راز ویلي، د هغو کسانو ستونزو ته به رسېدنه وشي، چې د تېرو څو ورځو لاریونونو پر مهال ژوبل شوي.
د بدخشان د ارګو او درایم ولسوالیو اوسېدونکو د جمعې او شنبې په ورځو وروسته له هغې پیل شول، چې امنیتي ځړاکوړه د دوی د کروندو د لهمنځه وړلو په موخه ورغلي وو.
دوی د یاد کار په غبرګون کې په لاریونونو لاس پورې کړ، چې پایله کې یې دوه تنه و وژل شول.