د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، په بدخشان کې د نننۍ چاودنې له امله درې پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
عبدالمتین قانع پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د فیضاباد ښار په جوزون سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي ویلي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د پولیسو یو کاروان د کوکنارو له منځه وړلو لپاره له سیمې تېرېده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پېښه په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي نښلېدونکي ماین له کبله رامنځ ته شوې ده.
تر اوسه د یادې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په بدخشان کې د کوکنارو کروندو له منځه وړلو مسئله د ځایي خلکو او مسوولینو ترمنځ پر تاوتریخوالي واوښته.