داعش ډلې په بدخشان کې د تېرې ورځې برید مسوولیت منلی دی.
یادې ډلې پر خپل ټیلګرام چینل په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې برید د دوی د کسانو له لوري پر یو موټر سایکل کې د ځای پرځای شوي چسپکي ماین په واسطه شوی دی.
سرچینې لیکلي چې په برید کې اووه سرتېري وژل شوي دي.
بل لورته اسلامي امارت هم برید منلی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې د دوی درې سرتېرې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې عاملینو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
د یادونې ده، چې یاد برید تېره ورځ غرمه مهال د بدخشان فیض اباد ښار اړوند د «جوزون پل» ته څېرمه ترسره شوی وو.