اماراتو کې د ۴۲ افغان زندانیانو د خلاصون پرېکړه شوې

اماراتو کې د ۴۲ افغان زندانیانو د خلاصون پرېکړه شوې


  • 7 مياشتي دمخه (09/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 331

بهرنیو چارو وزارت وايي چې په متحده عربي اماراتو کې د ۴۲ بندي افغانانو د خلاصون پرېکړه شوې.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا بندیان د بهرنیو چارو وزارت په لارښوونه په کوربه هېواد کې د افغانستان سفارت د پرلپسې هڅو په پایله کې د عفوې له فرمان برخمن شول.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، له دې ډلې یو شمېر بندیان ازاد شوي او پاتې نور به هم ډېر ژر ازاد شي.

د تکل پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې اسلامي امارت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلو وګړو د ستونزو حل لپاره کوټلو ګامونو اخیستلو ته ژمن دی.

د یادونې ده، چې لاهم ګڼ شمېر افغانان د ایران او پاکستان په شمول په یو شمېر هېوادونو کې بندیان دي، چې د اسلامي امارت چارواکو یې د را خوشې کېدو هڅې پیل کړې.