د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وایي، امکانات نه لري چې د افغانستان پر هوایي حریم د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو مخه ونیسي.
مولوي عبدالکبیر نن په پنجشېر کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې همداشان ویلي، چې له نړۍ سره یې سیاسي او سوداګریزې اړیکې تامین دي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان پرمختګ ته ژمن دي او د ځان بساینې لپاره یې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه د سرپرست حکومت له لوري عمومي بښنې ته په اشارې ویلي، که بهر مېشتي سیاسي څېرې هېواد ته راوګرځي؛ نو دوی به یې ملاتړ وکړي.
سیاسي مرستیال یو وار بیا ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي.