بغلان کې سېلابونو لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژلي، ګڼ نور لا درکه دي

بغلان کې سېلابونو لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژلي، ګڼ نور لا درکه دي


  • 4 مياشتي دمخه (11/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 258

د راپورونو له مخې، په بغلان کې د تېرې ورځې د راوتلو سېلابونو له کبله تر اوسه د لږ تر لږه ۲ سوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. 

سیمه ییز مسوولین وایي، دغو سېلابونو په مرکزي بغلان، مرغاب او شاوخوا ولسوالیو کې پراخ ویجاړی کړی. 

د مسوولینو په خبره، تر اوسه شاوخوا ۲ سوه  جسدونه او لسګونه ټپیان ځايي روغتونونو ته وړل شوي دي.  

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په سېلابونو کې د لسګونه لا درکه کسانو لټون روان دی.  

سرچینې زیاته کړې، په دې سېلابونو کې لسګونه کورونه، زرګونه څاروي او دغه راز زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه تللې ده.

لاهم د اوښتو تلفاتو شمېر وروستی نه دی او احتمال شته، چې تر دې هم لوړ شي.

د جمعې ورځې سېلابونو په بدخشان، هرات او غور کې هم پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

سرپرست حکومت په بغلان، غور، هرات او بدخشان کې د راوتلو سېلابونو له امله له زیانمنو شويو کورنيو سره خواخوږي څرکنده کړې او د مرستې ډاډ يې ورکړی دی.  

سرپرست حکومت په یوه اعلامیه کې اړونده ادارو ته لارښوونه کړې، چې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره له شته ټولو امکاناتو کار واخلي.