هېواد کې وروستیو سېلاب ځپلیو ته د رسېدنې په موخه کمېټې جوړې شوې

هېواد کې وروستیو سېلاب ځپلیو ته د رسېدنې په موخه کمېټې جوړې شوې


  • 7 مياشتي دمخه (11/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 273

د اقتصادي مرستیال په مشرۍ پېښو ته د رسېدنې عالي کمېسیون فوق العاده غونډه کې سېلاب ځپلیو ته د رسېدنې په موخه کمېټې جوړې شوې.  

اقتصادي مرستیال ویلي، مسوولې ادارې مکلفې دي، چې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته د پر وخت مرستې رسولو لپاره پوره چمتووالی ولري.    

په دغې غونډه کې په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار کې د سېلابونو له امله زیانمنو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو رسولو په موخه د کورنیو چارو او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارتونو او سرې میاشتې په مشرۍ د ژغورولو، مرستو د جلب او جذب، روغتیا او ټپیانو د رسېدنې، د تکفین او تدفین او د خوراکي توکو د چمتو کولو او رسولو کمېټې جوړې شوې.  

یاد کمېسیون د ټاکل شویو کمېټو غړیو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره دې د پېښي ځای ته ځان ورسوي او د خپل وس مطابق دې د زیانمنو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.