د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په بغلان کې له سیلاب ځپلیو سره په کتنه کې ویلي، تر هغې به د متضررو ملاتړ کوي، ترڅو یې چې ژوند عادي حالت ته راوګرځي.
له اقتصادي مرستیالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي په دې لیدنه کې ویلي چې ټولې اړوندې ادارې بوختې دې چې مرستې راټولې او په پوره شفافیت یې تر اړمنو کسانو ور ورسوي.
نوموړي یو وار بیا په ملي او نړیوالو سوادګرو او ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې په دې سخت وخت کې د خلکو لاسنیوی وکړي.
په همدې حال کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په بغلان کې د وروستیو پېښو په اړه خواشیني څرګنده کړې او د هر ډول مرستې ډاډ یې ورکړی دی.
د یادونې ده، چې په بغلان کې د وروستیو پېښو له کبله د ځپل شویو کسانو لپاره په کور دننه او بهر د مرستې راټولولو کمپاینونه پیل شوي دي.