سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه لوړېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه لوړېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی


  • 7 مياشتي دمخه (12/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 320

د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکړی، چې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه لوړېدو او د سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.  

یاد وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د غوايي له ۲۳مې تر ۲۴مې نېټې د هېواد د سیندیزو حوزو په یو شمېر سیمو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی.

خبر پاڼه کې راغلي، په دې ورځو کې به د واورو ویلې کېدو او بارانونو ورېدو له امله د (بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشېر، غوربند، کابل، لوګر، میدان وردګ، کنړ او لغمان سیندونو) کې د اوبو کچه لوړه شي او سېلابونه راووځي. 

دغه وزارت په یادو سیمو کې د سیندونو په څنډو کې له مېشتو اوسېدوونکو غوښتي، چې د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه ځانونه خوندي کړي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو په بغلان کې پراخې ویجاړۍ رامنځ‌ته او تر ۳۰۰ زیات کسان یې ووژل.