بهرینو چارو وزارت: د اقلیمي بدلون اړوند مالي صندوقونو ته باید لاسرسی ولرو

بهرینو چارو وزارت: د اقلیمي بدلون اړوند مالي صندوقونو ته باید لاسرسی ولرو


  • 7 مياشتي دمخه (13/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 243

بهرینو چارو وزارت: د اقلیمي بدلون اړوند مالي صندوقونو ته باید لاسرسی ولرو

بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو غوښتي چې افغانستان باید د اقلیمي بدلون اړوندو مالي صندوقونو ته لاسرسی ولري.

امیرخان متقي تېره ورځ د اوچا عملیاتي رییس ادیم اوسورونو سره په کتنه کې ویلي چې افغانستان په اقلیمي بدلون کې هیڅ ونډه نه لري؛ خو بیا هم له دغې پدیدې څخه تر ټولو زیات زیانمن شوی دی.

متقي ویلی، افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله رامنځته شوې پېښې پراخې دي او په کار ده، چې نړیوال سازمانونه هم په دې برخه کې مسوولیت ادا او په بېړني ډول قربانیانو ته رسېدنه وکړي.

په دې لیدنه کې د اوچا عملیاتي رئیس ویلي، هڅه کوي چې خپل مرستندویه ټیمونه ژر تر ژره د پېښې ځای ته ولېږي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپآره په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو استازي اندریکا رتواتي ویلي چې افغانستان د اقلیم بدلون له کبله تر ټولو زیات متضرر شوی او دوی هڅه کوي چې د افغانستان غږ تر نړیوالو ورسوي.

نوموړي ویلي، هڅه کوي چې هیڅ وخت بشري مرستیې سیاسي موخو سره ونه تړل شي.