جاپان د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان ګډون مهم بللی

جاپان د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان ګډون مهم بللی


  • 7 مياشتي دمخه (14/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 202

جاپان د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت ګډون مهم بللی دی.

کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي امارت له هوکړې پرته د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل پر واقعیتونو ولاړه پرېکړه نه ده.

په همدې حال کې امیر خان متقي ویلي، د دوحې ناستې په اړه مثبت نظر لري؛ خو د ځانګړي استازي ټاکل بې اړتیا چاره بولي.

متقي ویلي، د نویو میکانیزمونو پر ځای په کار ده چې د شته دوو اړخیزو میکانیزمونو له لارې د افغان حکومت سره پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې اترې وشي.

امیرخان متقي دغه راز زیاته کړې، چې د اسلامي امارت په اړه د سیمې هېوادونو درک زیاتېدو سره د تعامل کچه هم لوړه شوې.

د یادونې ده، چې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې او د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم په لیدنه کې د دوحې راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون په اړه خبرې کړې وې.